ټولنه

په لوګر کې دوه پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .

کابل باختر د ليندي  يوولسمه :
دلوګر ولايت  دفوايد عامې رييس په دغه ولايت کې ددوو پروژو دتطبيق خبرورکړ .
دلوګر ولايت دفوايد عامې رييس عبدالولي  رييسي  پرون دباختراژانس خيريال ته وويل چې په پل علم  کې دڅه دپاسه لسو مليونو افغانيو په لګښت دبار وړونکو موټرو نظارتي تلې  جوړ او دکابل  _ ګرديز  په لويه لاره کې  د تيرې په غاښه  کې ديو کيلومترو په اوږدوالي  څو استنادي ډيوالونه جوړ شول .
رييسي زياته  کړه چې دغه استنادي  ډيوالونه  ديو کيلومترو په اوږدوالي  دترافيکي پيښو دمخنيوي او کمښت په موخه  دتيرې غاښې  په پنځلسو  خطرناکو ساحو کې  جوړ شوي دي . او دلوګر ولايت په مرکز  التمور سيمه کې دکابل _ ګرديز  دلوى لارې دساتنې او څارنې په موخه  دلويو باروړونکو موټرونو لپاره دلوړ تناژ  دتلې يوه دستګاه ودرول  شوه چې ددرندو بارونو دتګ راتګ دليږدولو مخه ونيول شي .
دغه راز ده وويل  چې دبيړنيو حالاتو  لپاره  دمسافرانو په خاطر په التمور سيمه کې دوه سمبال  خونې هم  جوړې کړې دي .  ختم+_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته