طرابلس بي بي سي باختر/ دزمري دمياشتې ٧ :
دليبيا په پايتخت طرابلس ښارکې يوې محکمې دليبيا دپخواني ديکتاتور زوى سيف الاسلام قذافي ددغه هېواد دخلکو د وژلو او ځورونې په تور مجرم وپيژاند اوپه اعدام يې محکوم کړ.
باخترآژانس د نړيوالو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :
په سيف الاسلام قذافي د اعتراضي مظاهرو او دکورنۍ جګړې په بهيرکې دجنګي جرمونوپه تور چې دليبيا دپخواني رژيم د نسکوريدو سبب شو، د دغه هېواد د ديرشو تنو نورو پخواني مقاماتو په ګډون د دغې دوسيې دتورنو کسانو په توګه محاکمه شوي دي.
محکمې ددغې دوسيې اووه تنه نور تورن کسان هم په اعدام محکوم کړي دي.
د څارنوال د ادعا له مخې: د دوسيې تورنوکسانو په ٢٠١١ کال کې د معمرالقذافي دحکومت پرخلاف د سوله ييزو مظاهرو په بهيرکې د اعتراض کوونکو پرخلاف په تاوتريخوالي لاس پورې کړى دى چې د يوشمير اعتراض کوونکو دمرګ ژوبلې او نيولو سبب شول .
سيف الاسلام قذافي د محاکمې په بهيرکې په محکمه کې حاضر نه و، ځکه د زنتان په ښارکې دحکومت يوې مخالفې ډلې هغه په واک کې لري او قضايي مقاماتو د هغه له سپارلو څخه ډډه کوي، له دې امله د ده محاکمه د ويډيويي اړيکې له لارې ترسره شوه.
ويل کيږي؛ هغو کسانو چې سيف الاسلام يې نيولى دى؛ دهغه سبابه ګوته يې غوڅه کړې ده .
1 1 دقیقه لوستل