امنیت

په فارياب کې دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ مرګانۍ نښتې .

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
دفارياب ولايت يوځل بيا دغير مسوولووسله والو کسانو دمرګانيو نښتو ډګر دى .
  دغه جګړې دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ په پښتون کوټ ولسوالۍ کې شوې دي
په فارياب ولايت کې يوه سيمه ئيز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغو نښتو کې درې تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
تراوسه پورې  ددغو نښتو انګيزه  نه ده روښانه شوې .
ديادونې وړ ده چې تيره اوونې هم دجمعيت او جنبش  په ګوندونو پورې اړوندو کسانو په پښتون کوټ کې نښتې کړې وې .
  هغه پيښه چې يوتن پکې ووژل شو او نهه تنه نور ټپيان شول .
دغه راز څلور تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار په المار ولسوالۍ کې کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته