فرهنګ

د ځوانانو د چارو معين: ځوانان دې بايد د هېواد د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا په موخه د وسله والو ځواکونو له ليکو سره يوځاى شي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د ځوانانو د چارو معينيت د (پکتيکا د ځوانانو د متحدې شورا) په همکارۍ د هېواد امنيتي ځواکونه د دوى د سرښندنو په درناوى وستايل او خپل هر اړخيز ملاتړ يې اعلام کړ .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د حکومت، د وسله والو ځواکونو، د ولسي جرګې د استازو، د کابل ښار او د يوشمېر ولايتونو د ولايتي شوراګانو او د مدني ټولنې د يو شمېر غړو، مشرانو او د خلکو په ګډون په دې وروستيو وختو کې جوړه شوې وه؛ د هېواد يو شمېر امنيتي مسوولين وستايل شول.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات د هېواد د امنيتي ځواکونو په ستايلو سره وويل چې ځوانان بايد د هېواد د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر له هغوى سره يوځاى شي.
ده زياته کړه چې د ځوانانو د چارو معينيت د شهيدانو د وارثانو د زده کړو د دوام په خاطر ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندې نيولې دي، هغوى کولاى شي د ځوانانو د چارو معينيت ته په مراجعې سره په تخفيف سره د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته معرفي شي.
د ځوانانو د چارو د معين دڅرګندونو له مخې: امنيتي ځواکونه د هيواد زړور، سرښندونکي، خدمتګار او اصلي بچيان دي چې شپه او ورځ په سختو لارو او غرونوکې په ډيرو لږو امکاناتو سره د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او د ملت د آرامۍ دفاع کوي.
دغه راز د هېواد د امنيتي ځواکونو په استازيتوب د ملي دفاع وزارت د عامه اړيکو رييس ډګر جنرال حبيب الرحمن افضل د ځوانانو د چارو د معينيت او د خلکو د ستاينې او ملاتړ له امله مننه او خوښي وکړه او ويې ويل: د هېواد امنيتي ځواکونو هر وخت په هرځاى کې دي؛ شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او د خلکو د آرامۍ په خاطر خپل ټټرونه د دښمن په وړاندې ډال کړي دي .
ده زياته کړه: دغه شان ملاتړيز پروګرامونه د سرتيرو په مورال، روحيه او انګيزه مثبته اغيزه کوي او د دښمنانو په خوله اوسپنيز سوک دى چې د دغه هېواد دښمنان هلې ځلې کوي د خلکو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ واټن رامنځته کړي.
ده زياته کړه: يو نيم کاله کيږي چې د هېواد امنيتي ځواکونه د هېواد د دښمنانو او هېواد پلورونکو په وړاندې مستقله دفاع پيل کړې ده او د هېواد دفاع ځواکمني لري.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد امنيتي ځواکونه پخوا هم د حکومتي مرکزونو، خلکو او د مدني ټولنو له خوا ستايل شوي او ملاتړ يې شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته