امنیت

په پکتيکا کې د څه دپاسه دوه سوه ټولګټو پروژو د عملي کولوکارپيل شو

کابل باختر  دمرغومي لومړي :
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام د ٢٤٥ ټولګټو پروژو کار پرون په پکتيکا ولايت کې پيل شو .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ساتنې او څارنې پروګرام چې له څه مودې راپديخوا  په پکتيکا ولايت کې په رسمي ډول په فعاليتپيل کړى دى؛ همدا اوس دغه ولايت په اوولسو ولسواليوکې چې د ارګون، يوسف خيلو، يحيى خيلو، زرغون ښار، سروبي او د مټاخان ولسوالۍ او  د ښرنې ښار پکې شامل دي؛ ٤٠٧ کلي د پرمختيايي پروګرام تر پوښښ لاندې نيولي دي چې له دې جملې څخه ددغه پروګرام د ٢٤٥ ملي پروژو کار پيل شو .
ټاکل شوې ده د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ساتنې او څارنې د پروژې  له لارې د پکتيکا ولايت په کچه د١١١ مليونو ٦٩٧ زرو افغانيو په ل ګښت د ٣٥٢ پروژو کار پيل شي چې د دغو پرژو په تطبيقولو سره چې د ٤٤٠٧٨ ماهرو او غير ماهرکارګرانو ته به دلنډ مهال لپاره د کار زمينې برابرې شي او څه ناڅه  ديرش  زره کورنۍ به د دغو پروژو له اسانتياوو څخه ګټه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته