سیاست

جمهوررئیس غني دسویس د نوي سفیر باورلیک ومانه

٢١-کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د سویس هېواد د نوي سفیر ښاغلي مارک جیورجباور لیک  نن  د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په هغوکې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، د هېواد جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د سویس هېواد نوي سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.
د سویس هېواد نوي سفیر ډاډ څرګند کړ چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په بهير کې به  د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه وکړي.
جمهور رئیس غني د سویس هېواد سفیر ته په  افغانستان کې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته