اقتصاد

د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان له مالي او اقتصادي اصلاحاتو څخه بریالۍ ارزونه وکړه

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې٦ مه
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناوو په چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي له خپلو اړوندو همکارانو سره د وري میاشتې په ۵ مه نېټه عربي متحده اماراتو ته په رسمي سفر کې د پیسو د نړیوال صندوق له تخنیکي ټیم سره چې مشري یې کریستوفر دونالد کوله، په دُبی ښار کې وکتل او له دوی سره یې د پیسو د نړیوال صندوق له لوري د اعتباري اسانتیاوو د تمدید پروګرام تر عنوان لاندې د پنځم پړاو ارزونې د بشپړولو په اړه بحث وکړ.
د ماليې وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پایله کې د پیسو د نړیوال صندوق د اقتصادي اصلاحاتو، د مالي سکتور اصلاح او مدیریت، د داخلي ناخالصو تولیداتو د ودې، د لوی اقتصاد اغېزمن مدیریت او په ستونزمن حالت کې د پرمختګونو تر لاسه کولو، د صنعتي سکټور د کړنو په برخو کې د حکومت شاخصونه په بریا سره مثبت و ارزول او د یاد صندوق له لوري یې ستاینه وشوه. 
ټاکل شوی ده د پیسو د نړیوال صندوق پلاوی د ۲۰۱۹ م کال په مې میاشت کې د خپلې ارزونې راپور د دې صندوق له اجرایوي بورډ سره شریک کړي او یاد صندوق د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د حکومت د کړنو لپاره له ۶ میلیونو څخه زیات امریکایې ډالر تشویقي پیسې د افغانستان حکومت ته ورکړي چې د حکومت له خوا د یادو پیسو له لاسه کولو وروسته، حکومت ته د دغه صندوق له لوري د تشویقي پیسو مجموعه به ۲۷ میلیونه ډالرو ته ورسیږي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته