کابل باختر دوري دمياشتې لومړۍ نيټه :
د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې دسولې د پيغام راوړونکو بايسکل ځغلوونکو څخه ستاينه وشوه.
دوه تنه بايسکل ځغلوونکې دخپلو بايسکلونو په واسطه دننګرهار اوکونړ تر ولايتونو پورې لاړل .
دوى وايي ؛ د بايسکل له ځغلولو څخه د دوى هدف د هېواد ختيځو ولايتونو خلکو ته دسولې دپيغام رسول دي .
دغه ورزشکاران وايي له جګړې څخه کرکه لري او دسولې غوښتنه کوي.
دهېوادپه ختيځ کې دغه ورزشکاران دننګرهار ولايت د ورزشي مسوول خوشحال حضرتي له خوا وستايل شول.
حضرتي وويل ؛ چې ورزشکاران په نړۍکې دسولې ستر پيغام راوړونکي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ