اقتصاد

د اسیا پرمختیايي بانک به د افغانستان د زیربنا لپاره زياته مرسته وکړي

کابل باختر د تلې د مياشتې  ١٤
د اسیا د پرمختیايی بانک مرستیال وینشي ژانګ د افغانستان د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کي وویل، چي یاد بانک به د ټاپي، ټوټاپ او کاسا ۱۰۰۰ پروژو کي د مالي او تخنیکي همکارۍ ترڅنګ د افغانستان د زیربنا په برخه کي هم د خپلي اوسنۍ مالي مرستي کچه لوړه کړي.
دغه کتنه پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کي د افغانستان په اړه د جوړ شوي کنفرانس په څنډو کي وشوه.
ده زیاته کړه، چي د اسیا پرمختیايي بانک د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس د پرمختیايي برخي د وضعیت د ښه کېدو لپاره یو ښه ګام ګڼي او هیله لري، چي په مالي برخو کي به د نړیوالي ټولني ژمنې دوام پیدا کړي.
ښاغلي ژانګ یادونه وکړه، چي دوی چمتو دي، څو خپل فعالیتونه د افغان حکومت له اقتصادي او پرمختیایي فعالیتونو سره همغږي کړي او د هماغو پلانونو پر اساس خپل پلانونه عیار کړي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې کتنه کي د اسیا پرمختیايي بانک څخه مننه وکړه، چي د افغانستان د پرمختیايي او زیربنا برخي د پرمختګ لپاره یې ګامونه اخستي دي.
ده یادونه وکړه، چي ژمنه سوي مرستي او پلان سوي پروژې باید پر ټاکلي وخت او ځای باندي ولګول سي او د تطبیق په برخه کي سرعت ته توجه زیاته سي.
هغه زیاته کړه، چي افغانستان د اسیا د پرمختیايي بانک د یوه ایجادوونکي غړي هیواد په توګه هیله لري، چي له دې هیواده هم یو شميرکارپوه کسان ددغه بانک د غړو او مدیره هیئت په توګه وګومارل شي.
اجرائیه رئیس وویل، چي افغان حکومت ملي پرمختیايي چوکاټ چمتو کړی او د اسیا له پرمختیايی بانک څخه هم هیله لري، چي خپل فعالیتونه د حکومت له لومړیتوبونو سره برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته