امنیت

د ناټو يوه قراردادي باروړونکى الو تکه په پروان کې راوغورځيده .

کابلباختر دثور٩
يوه بار وړونکى الو تکه دبګرام په هوا يي ډګرکې را وغورځيده .
دغه الوتکه چې ويل کيږي د ناټو دپوځيانو د مالونو دليږدونې مسووليت په غاړه درلود نن له غرمې وروسته ددريو بجو په شا وخوا کې کله چې د بګرام  له هوايي ډګر څخه الوتې وه ، را وغورځيده اواور يې وا خيست .
تر او سه پورې ددغې پيښې د انګيزې او له دې ا مله دسر درسيدلو زيا نو نو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
دپروان ولايت دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي له باختراژانس سره په اړيکه کې ددغې باروړونکى الو تکې راغورځيدل تا ئيد کړل او ويې ويل چې دغې قراردادي الوتکې د ناټو  دپوځيانو دځينو مالونو دليږدونې مسووليت په غا ړه درلود.
دبګرام ولسوال په دې پيښه کې دسر درسيدلو زيانونو په باب بې خبري و ښودله خو ويې ويل چې ددغې باروړونکى الوتکې دراغورځيدو انګيزه فني ستو نزې دي.
له بلې خوا دبګرام په پوځى اډه کې ميشتو امريکايي ځواکونو ديوې خبر پاڼې په ليږلو سره ددغې الو تکې را غورځيدل تا ئيد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته