سیاست

جمهو رئیس غني له استرالیا څخه پلازمېنې جاکارتا ته ورسېد

کابل_باختر د وري د مياشتې١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ  نن غرمه له استرالیا څخه د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته ورسېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني ته د اندونیزیا مېلمه پال وزیر، د جاکارتا والي، د ښار د پولیسو قوماندان، د جاکارتا ښار نظامي قوماندان، د اندونیزیا د جمهور رئیس امنیتي سکرتر، د حلیم نظامي هوایي ډګر قوماندان، په کابل کې د اندونیزیا سفیر، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیرې او یو شمېر افغان ډيپلوماتو په پردناکوسوما حلیم بین المللي هوایي ډګر کې ښه راغلاست ووایه .
د هېواد جمهور رئیس به  د دغه سفر په جریان کې د اندونیزیا جمهور رئیس، دجمهور رئیس مرستیال، د مشرانو جرګې رئیس، یو شمېر اندونیزیایي تاجرانو او استقلال جومات څخه د لیدنې پرمهال د اسلامي مرکزونو مشرانو سره په جلا کتنو کې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او هر اړخیزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړي.
په پام کې ده، چې د جمهور رئیس غني او د اندونیزیا د جمهور رئیس په حضور کې به د دواړو هېوادونو مقامات د معارف، کرنې، احصایې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، ساینس، ټکنالوژۍ او لوړو زده کړو په برخه کې د همکارۍ موافقتنامې هم لاسلیک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته