امنیت

په بغلان کې خلکو د دووتنو ځوانانو دوژنې دعاملينو دمحاکمې غوښتنه وکړه.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
دبغلان ولايت دپلخمري ښار په لسګونو تنو اوسيدونکو نن دولايتونو دودانۍ په وړاندې غونډه وکړه او په دغه ولايت کې يې د دووتنو ځوانانو د وژنې دعاملينو دنيولو غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې دسپين ږيرو او ځوانانو په ګډون خلک په فهروو او په دولتي مقاماتو او پوليسو يې ددغو دووتنو ځوانانو دصحرايي محاکمې په اړوند يې دبى پروايي تور ولګاوه.
ددغې غونډې يو تن برخه وال سپين ږيرى  حاجي اسراييل وايي دغه دوه تنه ځوانان په تودوسيخونو د ړندولو په شان  په ناوړه توګه  ووژل شول او موږ له دولت څخه غواړو چې د دغې پيښې عاملين ونيسي او سزا  ورکړى .
دمقتول پلار مرزا عبدالواحد باختر آژانس ته وويل :  زما زوى دطالبانو په 
لارښوونه ددى لپاره  ووژل شو چې د طالبانو دايښودل شويو ماينونو په شنډولو
کې يې ځانګړى مهارت درلود.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل په يوه ټيلفوني اړيکه ددغو وژنو په اړوند دسيمه ييزو پوليسو د دوو تنو قوماندانانو او دسيمې د دوو تنو اوسيدونکو په ګډون دڅلورو تنو دنيولو خبر ورکړاو ډاډيې ورکړ چې دقضيې دټولو عاملينو په نيولو کې به له هيڅ راز هلو ځلو څخه  ډ ډه ونه  کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته