ټولنه

په کندزکې سيلاوونو تاوان واړاوه

کابل باختر دثور ٢٧: د کندز ولايت په مربوطاتو کې سيلاوونو د دغه ولايت خلکو ته تاوانونه واړاول . دباخترآژانس دخبرله مخې: دکندز ولايت دمقام له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې د کندز ولايت په مربوطاتو کې له زياتو اورښتونو وروسته د دغه ولايت په څو سيموکې سيلاوونه راوتلي دي چې ددغه ولايت د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د بيش کپه او مجر په کليوکې کې زياتې کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړې دي . په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د اوښتو تاوانونو د څيړنې په مقصد دولايت د مقام له خوا يو هيئت دغې ولسوالۍ ته استول شوى چې په دې سيمه کې دسيلاوونو د راوتلو له امله اوښتي تاوانونه معلوم کړي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته