سیاست

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر د طلوع نيوز ټلويزيون پرونى خبر رد کړ

کابل باختر د ليندى يو ويشتمه :
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر د طلوع نيوز ټلويزيون د پروني خبر خپريدل چې ګنې د مشرانو جرګې د ديپلوماتيک دود پرخلاف په کابل کې د روسيې سفير د استجواب لپاره غوښتى دى؛ ردوي او څرګندوي چې د سنامجلس د نړيوالو چارو او د دفاعي او داخلي امنيت د چارو له کميسيونونوسره په کابل کې د روسيې د سفير پرونۍ کتنه د ده په غوښتنه وشوه.
په مشرانوجرګه کې د سوريې د سفير شتون په خپله د دغه سفير له خوا د تيرې چارشنبې د ورځې په هغه کتنه کې چې د دغه مجلس له رييس فضل هادي مسلميار سره شوې وه؛ پيشنهاد شوى و چې د عمومي مجلس له تاييد وروسته پرون د روسيې سفير د دغو کميسيونونوګډې غونډې ته حاضر شو او د وسله والو  طالبانو له دلې سره د خپل هېواد د اړيکو په باب يې توضيحات وړاندې کړل. که نه د مشرانو جرګه او د هغې دارالانشا په خپله په دې پوهيږي چې د هېواد په اساسي قانون کې داسې موارد شتون نه لري چې په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونوديپلوماتان او سياسي کارکوونکي د هغو له مخې په پارلمان کې استجواب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته