امنیت

دماين دچاودنې له امله دغور ولايت دپوهنې ديو مسوول وژل کيدل .

کابل  _باختر  دغبرګولي څلير ويشتمه

 دغور ولايت دپوهنې يومسوول دماين دچاودنې له امله ووژل شو.

 دتيوري ولسوالۍ دپوهنې دڅارنې آمر محمد معصوم نن سهار کله چې له خپل ورور سره کورته روان  و په لاره کې په ښخ کړى شوى  ماين وخوت او ووژل شو .

 دغور ولايت امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دتيوري ولسوالۍ دپوهنې  دڅارنې آمر له ورور سره يې وژل شوى دى .

  ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته