سیاست

اجرائيه رئيس: د کندز د امنیت تامینولو لپاره به اساسي اقدامات کېږي

کابل باختر دتلي پنځه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د کندوز له لسګونو استازو سره وکتل.
داجراييه رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې ناسته کې چې د کندوز د بېلابېلو قومونو استازو، قومي مشرانو، مجاهدینو، ښځو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه، د کندز استازو خپلې ستونزې اجرائيه رئيس ته واورولې.
د کندز استازو او مخورو د بې ځایه شویو کندزیانو د بد وضعیت، د کندز د سقوط، وژنو او د کندوزیانو د هستیو د تالا کېدو په اړه اجرائيه رئيس ته وویل او غوښتنه یې وکړه، چې په کندوز کې دې امنیت تامین شي. هغوی نیوکه وکړه، چې له تېر کال را په دېخوا چې کندوز سقوط شو، حکومت د اساسي اصلاحاتو او د امنیت د تامین ژمنې ورکړې وې؛ خو دغه ژمنې عملي نه شوې.
هغوی دغه راز په کندز کې د برېښنا او اوبو د بیو له کمېدو، کرنیزو ستونزو د حل او په اوسنۍ اداره کې د بنسټيزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د کندز په جګړو کې شهیدانو ته دعا وکړه، ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر هيله وکړه.
هغه وویل، چې په کندوز کې د امنیت تامین او په دې برخه کې د خلکو د اندېښنو لرې کول یې لومړیتوب دی او دا ځل به په ملي امنیت شورا کې په دې اړه اساسي بحثونه وکړي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې د کندز د سقوط مساله قومي بعد نه لري او هم یې په سقوط کې توطیه نه ده شوې، چې په زوره دغه ولایت وسله والو ته سپارل شوی وي؛ خو په چارو کې کمی او کاستی شتون لري.
ډاکټر عبدالله وویل: د کندوز په سقوط کې لومړی ملامت موږ یو. دا ستاسو حق دی، چې د امنیت تامین مو وکړو او تاسو بیا اواره نشئ، ژوند مو له ګواښ سره مخ نشي او بچیان مو ونه وژل شي. خو ډاډ درکوم، چې د کندوز د امنیت د تامین لپاره به اساسي بحثونه کېږي.
د نوموړي په وینا، د کندوزیانو په ټولو وړاندیزونو به په امنیت شورا، کابینې او وزیرانو شورا په ناستو کې بحثونه وکړي او د حکومت تر وسې به اقدامات وکړي.
اجرائيه رئيس وویل، چې د کندوز په اړه به څېړنې دوام کوي او بې ځایه شویو کسانو ته به رسیدګي کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته