ټولنه

په زابل کې د پرمختيايي پلان د جوړولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو

قلات باخترد غبرګولي د مياشتې ۱۵ مه
په زابل ولايت کې د اصلاح موسسې له خوا د ۱۳۹۷ مالي کال د پرمختيايي پلان د جوړولو په موخه د دغه ولايت د ټولو دولتي ادارو ريېسانو ته دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د زابل والي بسم الله افغانمل باختر آژانس ته وویل، دا چې هيڅ کار پرته له پلان لرلو مثبتې پايلې نه شي لرلای، نو په همدې موخه مو هڅه وکړه چې د راتلوونکي مالي کال لپاره مخکې له مخکې د پرمختيايي پلان جوړلو ورکشاپ جوړ کړو، څو ټول رېيسان وکولای شي خپله بوديجه په اغیزمنه توګه مصرف کړي.
افغانمل زياته کړه چې ټولو ادارو ته يې لارښوونه کړې چې په خپلو پلانونو کې د بيارغونې، ښوونې او روزنې او روغتيايي پروګرامونو ته لومړيتوبونه ورکړي.
د اصلاح موسسې استازي عبدالاحد هوتک وویل چې له دغه ورکشاپ څخه يې موخه د ظرفيتونو لوړول دي چې له مخې به يې د دولتي ادارو ټول ريېسان وکولای شي د راتلوونکي مالي کال لپاره خپل کلني پلانونه په ښه ډول جوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته