امنیت

اووه ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
په تيرو څلورويشت ساعتوکې دهيواد دملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې اووه ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ د ملي اردو ،ملي پوليسو اودملي امنيت د ځواکونوپه ګډو عملياتو کې چې د قندهار – ترينکوټ په لويه لاره کې تر سره شول درې ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول او په هغو عملياتو کې چې دهلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر سره شول څلورتنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
همدا اوس دغزني ،پکتيا ،قندهار، روزګان ، غور، کندز، لغمان او دکاپيسا ولايتونو په نا امنوساحو کې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري او په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې ددغو عملياتو په بهير کې د ملي اردو څلور تنه منسوبين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته