کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٤
يوه پوليسه ښځه نن سهار په هلمند ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په بريد کې ټپي شوه.
دهلمند دوالي ويندوى عمرځواک باختر آژانس ته وويل : ميرمن نګار چې په
لښکرګاه ښار کې دپوليسو په چوکات کې يې دنده ترسره کوله دلښکرګاه نجونو دليسې دڅلور لارې په ساحه کې د دوو وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې او ټپي شوه.
عمرځواک وويل : بريد کوونکي له ساحې څخه وتښتيدل او پوليسو د دوى دموندلو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
دهلمنددايمرجنسي موظفينو د ميرمن نګار روغتيايي حالت مخ په ښه والى بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ