کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
د سيرت النبي سيالۍ پرون د دوو سيمه ييزو رسنيو په نوښت په جلال آباد ښارکې وشوه.
په دې سيالۍ کې د ښوونځيو د زده کوونکو په ګډون څه دپاسه څلور سوه تنو برخه اخستنې وه.
ددغې سيالۍ تنظيموونکى اکمل ظاهر باختر آژانس ته وويل: هغو پنځو ګډون کوونکو ته چې لوړې نمرې يې وګټي؛ په ترتيب کمپيوټر، بايسکل، يوسيټ موبايل او کتاب د سوغات په توګه ورکول کيږي.
ظاهر وويل: د آزموينې د پارچو څيړنه په ننګرهار ولايت کې د جيدو عالمانو له خوا ترسره کيږي.
له يوې اوونۍ وروسته نتيجه اعلاميږي.
دا لومړى ځل دى چې په ننګرهار ولايت کې دغه شان سيالۍ ترسره کيږي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ