کابل باختر دسلواغې ١٠ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د د ولتي
رسنيو له مسوولينو سره په غونډه کې وويل ؛ چې دولتي رسنۍ دې بايد له وخت سره جوخت حرکت وکړي او په اړوندو چارو کې دې بدلون رامنځته کړي.
د باخترآژانس د خبريال د خبر له مخې ؛ په دې غونډه کې چې د دولتي رسنيو مسوولينو ګډون کړى وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دولتي رسنيو د چارو د ښه والي په اړوند وويل چې، بايد د دولتي رسنيو په خپرونو کې مثبت بدلون رامنځته شي او دغه کار هغه وخت ترسره کيداى شي چې مسوولين معين هدف وړاندې او هغه ته د رسيدو په مقصد امکانات وڅيړي.
ده دغه راز وويل ؛ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري چې چاپي دولتي رسنۍ د پنځو زونونو له لارې د هېواد ټولو ولايتونو ته ورسوي.
ده دغه راز له دولتي رسنيو څخه وغوښتل د يوشمېر غيردولتي رسنيو پر خلاف چې بې اتفاقۍ ته لمن وهي په هېواد کې وفاق او ملي وحدت ته ملي پاملرنه وکړي او د ډار اچوونکو په وړاندې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو اتلولي او ميړانې په ګوته کړي او په دې ترتيب خلک د دغو ځواکونو ترڅنګ ودروي او ملاتړ يې وکړي.
د دغې غونډې په پاى کې د دولتي رسنيو مسوولينو د نيمګړتياو پر خلاف د برياليتوب په خاطر خپلې ستونزې او وړانديزونه طرحه کړل پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل