ښرنه باختر د غبرګولي د مياشتې ۲۳ مه
د پکتیکا ولایت د شخړو د اوارولو کمیسیون وايي په تېر یوه کال کې يې د له سلو څخه زياتې شخړې اوارې کړي دي.
د دغه کمیسیون مشر محمدرسول عادل باختر اژانس ته وویل چې، په تېر یوه کال کې د پکتیکا له مرکز او ولسوالیو سلګونه کسانو ورته مراجعه کړي او خپلې دعوې یې د دوی کمیسیون ته د حل په موخه وړاندې کړي.
عادل وایي د شخړو د اواري کمیسیون د ګډ او بې طرفه کار او تحقیق په پایله کې هرې ستونزې ته مناسبه حل لارې پیدا کړي.
عادل زیاته کړه، تر دې دمه د دوی کمیسیون زرګونه زره جریبه ځمکه چې خلکو یې دعوې لرلې بېرته مسترده کړي ده.
عادل وویل د دوی هڅې روانې دي هغه ټولې دولتي ځمکې چې خلکو په یوه نه یوه ډول غصب کړي له اراضي ریاست سره یو ځای بېرته دولت ته تسلیم کړي.
د یادونې وړ ده چې، د شخړو د اواري کمیسیون تېر کال په پکتیکا ولایت کې جوړ شو چې د ولایت مقام، ولایتي شورا، عدلي او قضایي ارګانونو، اراضي ریاست او د ځوانانو د استازی په ګډون لس غړي لري.
1 1 دقیقه لوستل