ټولنه

دپنجشير دفارمونوپه خاوندانو دچرګانو خوراکي توکي وويشل شول

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
دپنجشيرولايت دکرنې او اوبولګولو رياست ددغه ولايت دفارمونو خاوندانو ته د چرګانو شپږ زره دوه سوه کيلوګرامه دخوراکي توکو دويشلو خبر ورکړى دى.
دغه خوراکي توکي دهالند  دکمېټې په مرسته دشتل او عنابې په  ولسواليو ګې  دهګۍ وروکونکو چرګانو په  ٦٢ فارمونو ويشل شوي دي.
ددغه خوراکي توکو له ويشلو سره جوخت دچرګانو دروزنې  دفارمونو خاوندانو ته د چرګانو دتغذيې اودروغتيا درعايتولو دڅرنګوالي په باب لازمې لارښوونې شوي دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته