ټولنه

دغزني والي په ادارو کې له ښځينه کارکوونکو سره دتوپيري چلندونو په مخنيوي باندې ټينګاروکړ .

کابل باختر د سلواغې څليرويشتمه :
دغزني والي وايي چې په ادارو کې دجندر داصل پرتطبيق او له ښځينه کارکوونکو سره دتوپيري چلندونو په مخنيوي ژمن دى .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دجندر دولايتي کميټې په هغې غونډه کې چې پرون دغزني ولايت مسوولانو په شتون جوړه شوې وه دغزني والي وحيد الله کلميزي  له ښځينه کارکوونکوسره په مناسب چلند او دادارو دکارونو په ترسره کولو کې په همکارى باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې په ځينو ادارو کې له ښځينه  کارکوونکو سره دتوپيري چلند  له امله محدود شکايتونه شتون لري چې دمنلو او زغم وړ نه دى ده دغه راز په ادارو کې دجندر يا دجنسيت دبرابرى داصل په تطبيق او رعايتولو باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه اړينه ده  چې ټول له يوبل سره په هغو عواملو کار وکړو او دحل لارې چارې  ولټوو چې دښځو دکار زده کړې اوفعاليتونو خنډ کېږي .     ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته