نړۍ

دپاکستان حکومت دمخالف دنيولو دحکم دصادرولو په غبرګون کې ددغه مشر عکس العمل

اسلام اباد دپاکستان خبري سرچيني   باختردلړم دمياشتې ٢٣ :
دپاکستان دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان  دمحکمې له خوا دده دنيولو دحکم  دصادريدو په غبرګون کې وويل :  که چيرې  حکومت جرآت  لري  ما دې ونيسي .
دپاکستاني رسنيو دخبرله مخې :  ده په هغو خبرو کې چې په څرګندډول  لمسوونکي دى   وويل : جيل ته تګ ماته  دومره سخت کار نه دى   خو نوازشريف دې  بايد په دې پوه شي چې زما په نيولو کې به  زيات تاوان وکړي.
دپاکستان  دحکومت دغه  مخالف سياسي  شخصيت خبر دارى ورکړ  که چيرې ونيول شي  ملاتړي به يې   دده په غياب کې دحکومت پرخلاف  په څو برابره پراخو مظاهرو لاس پورې کړي.
په پاکستان کې يوې محکمې   ددغه هېواد په پايتخت کې له نسبي آرامۍ څخه   څو اوونۍ وروسته  او دحکومتي ضد تحصونونو په پاى ته رسيدو  سره   پرون   دپاکستان  دحکومتي ټلويزيون دپارلمان په ودانيو ددوى دملاتړو  دتلې دمياشتې دلسمې نيټې  دبريد په دليل  دپاکستان ددوو  ګوندونو تحريک انصاف او  وګړني غورځنګ مشرانو عمران  خان او طاهر القادري ته  دنيونې امر صادر کړ.
القادري تراوسه پورې  د نيونې ددغه  حکم دصادريدو پرخلاف  کوم غبرګون نه دى ښودلى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته