ټولنه

په غور کې د رايې ورکوونکو دنوم ليکنې بهير پيل شو

کابل باختردوري دمياشتې ٢٧نيټه :
په غورولايت کې  پرون د رايې ورکوونکو  د نوم ليکنې بهير پيل شو.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛   په هغې غونډه  کې چې له  همدې امله  جوړه شوې وه  دغور والي  غلام ناصر خاضع  د دغه پروګرام  هرکلى وکړ  او له خلکو څخه يې وغوښتل  چې په دغه ملي بهيرکې ونډه واخلي.
ده وويل ؛  د رايې ورکول د خلکو حق دى او رايه يو امانت دى  چې بايد له هغې څخه  دخلکو د ژوندانه په ښه والي کې استفاده وشي.
د ده دڅرګندونوله مخې ؛  د هېواد د  جمهور رئيس د لارښوونې له مخې  هيڅوک  په دغه ملي بهيرکې دلاسوهنې حق نلري  او اړوندې ادارې مکلفې دي  چې دشفافو انتخاباتو دترسره کولو په خاطر  همکاري وکړي څو دغه انتخابات  په آزاد ، شفاف  او عادلانه ډول ترسره شي.
د غور والي ډاډ ورکړ چې، دشفافو او عادلانه انتخاباتو  په ترسره کولو  او د هغه د امنيت  په تامينولو  ژمن دى او د انتحاباتو او   درايې ورکوونکو دنوم ليکنې دبهير په باب يې خلکو ته د زيات پوهاوي د ورکولو غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې  دغور د ولايتي شورا رئيس ، دحج او اوقافو رئيس او دمدني
ټولنې رئيس  داسلام دمبين دين له نظره درايې ورکولو په باب خبرې وکړې.
پاى ج  ذ          

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته