کابل/ د زمري ۲۲ مه / باختر
زموږ د ګران هېواد افغانستان ټولو ځوانانو ته د زړه له تله د ځوانانو نړیوالې ورځې مبارکي وایم. سږکال موږ دا بختوره ورځ په داسې شرایطو کې نمانځو چې په هېواد کې تلپاتې او باعزتې سولې ته د رسېدولپاره هڅې او کوښښونه ډېر شوي دي او لا ښه سمون یې موندلی دی. د سولې لویې مشورتي جرګې چې څو ورځې وړاندې په کابل کې جوړه شوه او په هغې کې د ځوانانو په ګډون د افغانستان دخلکو د بېلابېلو قشرونو استازیو ګډون کړی و، سولې ته د رسېدو په لاره کې تاریخي او برخلیک ټاکونکې پرېکړې وکړې.
له هر راز شک پرته، ځوانان د سولې په بهیر کې برخلیک ټاکونکی نقش لري او د هغوی له فعال، پراخ او خلاق ګډون پرته په هېواد کې سوله ټینګېدای نه شي. د افغانستان خلک هیله من دي چې د ځوانانو په فعال ګډون سره په هېواد کې تلپاتې سوله بسیا شي. همدارنګه د ځوانانو رول او نقش سولې ته له رسېدو په وروسته پړاو کې، چې موږ ته د هېواد د اقتصادي جوړښتونو بیارغاول او پرمختګ ورکول راترغاړي دي، هم ستر او ان برخلیک ټاکونکی دی. باور لرو چې زموږ ځوانان به د وطندوستۍ په اوچتې روحیې سره هم د سولې د ټینګېدو په بهیرکې او هم له جګړې د راپاتې ویجاړیو په بیارغاونه کې خپل نقش، مسوولیت او رسالت په ډېره ښه توګه سر ته ورسوي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهوررییس جلالتمآب محمد اشرف غني د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معینیت د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر ته لېږدول کېږي او د ځوانانو پیاوړتیا په برخه کې به د جمهوررییس د ځانګړي دستیار بست هم جوړ شي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهوررییس همدارنګه ځوانانو ته زېری ورکړ چې تر پنځه څلوېښتو ورځو پورې به د ځوانانو عالي شورا هم جوړه شي او لومړۍ غونډه به یې راوبلل شي او په هغې کې به د هېواد د ټولو ولایتونو د ځوانانو استازي ګډون وکړي. همدارنګه د نوښتګرو ځوانانو د نوښتونو د ملاتړ لپاره به یو صندوق هم جوړ شي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دا نوښتونه او پرېکړې د هېواد ځوانانو ته د جلالتمآب جمهوررییس د ځانګړې پاملرنې ښکارندوی بولي، هرکلی، ننګه او ملاتړ یې کوي.
په پای کې یو خل بیا د هېواد ځوانانو ته د ځوانانو نړیوالې ورځې مبارکي وایم او د لوی خدای له درباره هغوی ته د ژوندانه په ټولو برخو کې د لاډېرو بریاوو هیله کوم.