ټولنه

د بزګر ملي ورځ په کندز کې ونمانځل شوه

کابل / د وري ۳ مه / باختر
په کندز کې د بزګر ملي ورځ د زرګونو ننداره کوونکو په ګډون د کندز ښاروالۍ په ورزشي چمن کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې د کندز د پوځي او ملکي مسوولينو او د زرګونو خلکو په ګډون جوړه شوه؛ د کندز د کرنې او اوبولګولو رييس د دغه رياست د تېر يوکال فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
په دې غونډه کې ويناوالو وويل چې کندز يو وخت د افغانستان د زېرمې په نامه نومول کېده چې له همدې امله دغه ولايت د هېواد يو زراعتي ولايت دى او له بزګرانو سره د مرستې په خاطر د حکومت او د مرستندويو بنسټونو د زياتو پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کندز والي عبدالستار ميرزکوال ١۴٠٠ کال د پرمختګ او پراختيا کال وباله او ويې ويل چې په روان کال کې به د خلکو په همکارۍ په کندز کې د پرمختګ او بيارغاونې شاهدان واوسي.
د کندز والي زياته کړه: موږ د کمال خان بند د پرانیستلو په درشل کې يوو. د دغې سترې پروژې د پرانیستلو له امله ټولو افغانانو په تېره بيا د کندز خلکو ته مبارکي وايو.
د غونډې په پاى کې ورزشي لوبې وشوې او د زعفرانو د ښځينه کروندګرو نندارتون پرانیستل شو.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته