سیاست

د کورنيو چارو وزارت د جاويدکوهستانى په کور د بريد د خبر په باب څيړنې کوي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي: داسې سندونه او مدارک نه دي ترلاسه شوي چې وښيي دسياسي مسئلو دکار پوه جاويد کوهستانى په کور بريد شوى وي.
يو شمېر رسنيو تېره شپه داسې خبرونه خپاره کړل چې د دې څرګندوى و څو تنو وسله والو کسانو هلې ځلې وکړې چې دکابل ښار د ١٧ ناحيې په مربوطاتوکې دسياسي مسئلو دکارپوه جاويد کوهستانى په کور بريد وکړي.
په خپله کوهستاني هم تاييد کړه چې څو تنو مخ پټوکسانو هلې ځلې وکړې چې د ده په کور بريد وکړي؛ خو ګاونډيانو د دې کار مخه ونيوله.
خو دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې د جاويدکوهستاني په کور دبريد څرنګوالى ترڅيړنې لاندې دى او لومړنۍ څيړنې ښيي چې بريد نه دى شوى.
صديقي ټينګار وکړ چې پوليس د سياسي شخصيتونو او د مدني ټولنې د فعالانو په ساتنې ژمن دى او په دې باب چې د جاويد کوهستاني په کور بريد شوى دى او که نه؟ څيړنې دوام لري.
ده د ټوليزو شبکو له شاملانو څخه وغوښتل چې د تحريف شويو مطالبو له خپرولو څخه دې ډډه وکړي .
ده دغه راز وويل چې له امنيتي بنسټونو څخه يو ځانګړى مرکز جوړ شوى دى چې د سياسي او ټولنيزو فعالانو د مصوونيت او ساتنې په باره کې په کار وکړي.
دکورنيو چارو وزارت د وياند څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې څه موده مخکې د سياسي مسئلو کارپوه احمد سعيدي دکابل دنوى ښار په ساحه کې په يوه ناوړه قصدکې ټپى شو او وروسته د هېواد مډال راوړونکى ورزشکار نثار احمد بهاوي په يوه ورته پيښه کې ټپي شو.
صديقي وويل چې پوليسو د دغو دوو قضيو په باره کې زيات کارونه کړي او پرمختګونه هم شوي دي.
ده دغه راز دهغو غر مسوولو کسانو دپيژندنې او نيولو په باب چې په غيرقانوني وسلو سره د نظم د ګډوډلو سبب کيږي؛ دکورنيو چارو د وزير د نوې لارښوونې يادونه وکړه .
د يادونې وړ ده چې د غير مسوولو وسله والو کسانو د پيژندنې او نيولو په برخه کې د ښاغلي صديقي څرګندونې په داسې حال کې طرحه کيږي چې د کورنيو چارو وزارت په تيرو وختونوکې هم څو ځلې په کابل کې د پلټنې او چاڼيز عمليات ترسره کړي دي چې د غير مسوولو وسله والو کسانو لاسونه لنډ کړي، خو دغو پروګرامونو دومره نتيجه نه ده ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته