اقتصاد

په هرات کې ددريو مليونو ډالرو قرارداد لاسليک .

کابل باختر  دچنګاښ  پنځمه :
دهرات  ښار په بيلابيلو ناحيو کې ددوو پروژو  قرارداد پرون مازيګر  دهرات دوالي او دملګروملتودسازمان دفتر دبشري  ميشت کولو  دموسسې دجګپوړي استازي ترمنځ  لاسليک شو .
ددغه قرارداد له مخې ټاکل شوې ده دسوله ئيز ژوندانه  دبرابرولو  دښاري پروګرام او دزيانمنوونکو  بې ځايه شويو کسانو دځاى پرځاى کولو دپروګرام تر عنوان لاندې دوه ټولنيز پروګرامونه  په دريو کلونوکې داروپايي هيوادونو په مرسته ددرې اعشاريه دوو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت دهرات ښار په دوو ناحيو کې عملي شي .
  دهرات والي محمد اصف رحيمي وايي  چې دغه پروګرامونه له هرات ښاروالۍ سره په همغږۍ  کې عملي کيږي  چې په دريو کلونوکې بنسټيز پروګرامونه ، ظرفيت جوړول او دکورونو جوړول پکې شامل دي .
دهرات والي وويل  ددغو پروګرامونو اجرا کول په مستقيم ډول  هيوادوالو ته دکار دبرابرولو او کورنيو ته داسانتياو دبرابرولو سبب کيږي.
ددغه قرارداد دلاسليک کولو په مراسمو کې په داسې حال کې چې دهرات ولايت مرستيال اصيل الدين جامي او ځينې دولتي مقامات هم حاضر و دملګروملتو دسازمان دبشري  ميشت کولو د ادارې استازي وويل چې دغه پروژې  داروپايي هيوادونو له خوا تمويليږي او دهرات ښار په اړوندو ناحيو کې به عملي شي .
دهرات ښاروالۍ سرپرست غلام غوث نيکبين ددغو پروژو داړتياوړ بودجې دجلبولو په خاطر دولايت دمقام دپاملرنې  له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دسوله ئيز ژوندانه دبرابرولو پروګرام به دهرات ښار په څوارلسو  ناحيه کې او دزيانمنوونکو بې ځايه شويو کسانو دبيا ميشت کولو پروژه په يوه بله ناحيه کې عملي شي .
دنيکبين دڅرګندونو له مخې په دغو ناحيو کې دخلکوپه همکارۍ دګذر ، ناحيې او  دښار شوراګانې جوړيږي .
داپه داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم دملګروملتو دسازمان دبشري  ميشت کولو ادارې دښاري پيوستون دپروګرام په برخه کې له هرات ښاروالۍ سره مرسته کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته