امنیت

د کابل – قندهار په لويه لاره کې د ملکي وګړو د وژنې په اړوند د پنځلسو تنو نيول کيدل

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١١
په ميدان وردګو ولايت کې د څه ناڅه دولسو تنو ملکي وګړو د وژلو په اړوند ١٥ تنه ونيول شول.
دغه کسان دامنيتي ځواکونو له خوا تېره شپه په سيد آباد ولسوالۍ کې د ځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
په نيول شويو کسانو تورلګول شوى دى چې د کابل – قندهار په لويه لاره کې د ملکي وګړو د وژلو د وروستۍ پيښې عاملين دي .
د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان جنرال خليل اندرابي له باختر آژانس سره په اړيکه د کابل – قندهار په لويه لاره کې دملکي وګړو د وژل کيدو د وروستۍ پيښې په اړوند د دوى د قوماندان په ګډون د پنځلسو تنو نيول کيدل تاييد کړل .
ده وويل: ځينو نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى چې له کومې ګناه پرته يې دولس تنه ملکي وګړي وژلي دي .
جنرال اندرابي وايي چې د دغو ملکي وګړو د وژلو د نورو عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
تيره اوونۍ يرغلګرو د يوې ښځې په ګډون دولس تنه سپرلۍ د کابل – قندهار په لويه لاره کې د سيد آباد په ولسوالۍ کې له موټر څخه کوزې او وروسته يې په ډزو سره ووژلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته