سیاست

تبصره

کابل باختر د وږي  دريمه :
مهاجرت او له هيواد څخه تيښته دپراختيا په حال کې پديده ده او دا ددولت مکلفيت دى چې ددغې مسئلې عوامل وڅيړي  او دخلکو انديښنې  پاى ته ورسوي چې له هيواد څخه دمهاجرت او تيښتې انګيزه کمښت ومومي .
دباختراژانس مبصرليکي:په وروستيو ورځوکې له هيواد څخه دتيښتې اومهاجرت  پديده دپراختيا په حال کې ده اوموږ هره ورځ له هيواد څخه  د مهاجرت  زياتوالي  خبرونه اورو چې په انفرادي او ډله ئيز ډول ترسره کيږي چې زياتره مهاجرين او هغه کسان چې له هيواد څخه تيښته کوي ځوان قشر دى .
  دمهاجرت او تيښتې مسئلې  د ١٣٩٤ کال په بهير کې  ټيک هغه وخت زور واخيست چې يو زيات شمير  بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او ددغو ځواکونو له وتلو سره جوخت ناامني زياتې شوې او افغانستان دسلګونو تروريستانو دشتون ډګر دى چې له جنوب څخه هيواد  ته راننوتل  دغه راز دبهرنيو ځواکونو وتل په افغانستان کې د زياترو ټولګټو پروژو د ځنډيدو سبب شول او په بهرنيو هيوادونو پورې زياترو اړوندو موسسو  چې په افغانستان کې يې  فعاليت کاوه يايې خپل کارونه سم  کړل او يا داچې  دخپلو  دفترونو دروازې يې وتړلې او دتلو لاره يې غوره کړه چې په دې حرکت سره په افغانستان کې  کاري ځواک چې زياتره يې ځوانان دي زيانمن شو او دزياترو ځوانانو خپل کارونه له لاسه ورکړل .
ددې مسئلې تر څنګ دتروريستي فعاليتونو زياتوالى او دنوي پيدا شوې تروريستي ډلې لپاره دتبليغاتو پراختيا يوشمير خلک دراتلوونکي په نسبت بې باوره کړل او په دې ترتيب  دراتلوونکې په نسبت  بې باوري ، نا امني ، بې ثباتي ، دداعش په ګدون دتروريستي شبکو په اړوند بهرني تبليغات او له ټولو مهمه دوزګارو خلکو  د ليکو اوږديدل له هيواد څخه دمهاجرت او تيښتې په خاطر په يوه انګيزه  بدله  شوه .
دسياسي کارپوهانو په باوردمهاجرت او له هيواد څخه د تيښتې مسئله او دراتلوونکي په نسبت  بې باوري هغه وخت  جدي او په يوه انګيزه   بدله شوه چې دتروريزم  پرخلاف دمبارزې دنړيوال ائتلاف يوشمير  هيوادونوله افغانستان څخه دخپلو عسکرو دايستلو په درشل کې د امنيتي  دليلونو له مخې خپلو يوشمير سيمه ئيزو همکارانو او کارکوونکو ته چې په بيلابيلو  نومونو يې دوى ته کار کاوه په خپلو هيوادونوکې د استوګنې ويزې  ورکړې  او په دې ترتيب په افغاني  ټولنه کې ديو منفي تبليغ سبب شول  چې ګڼې دهغوى  په نشتوالې  کې به امنيت نه وي او دهغوى افغان همکاران مخکې له دې چې له کومې  ستونزې سره  مخامخ  نشي  بايد له هيواد څخه ووځي .
سياسي کارپوهان وايي چې بهرني هيوادونه په خپل دغه کار سره  نه يواځې دافغانستان دسياسي  او امنيتي راتلوونکې په اړوند دمنفي تبليغاتو سبب شول بلکې په هيواد کې  دکاري ظرفيت  دکمښت سبب هم شول او اوس هم هغه کسان له هيواد څخه تيښتي چې په نسبي ډول  دزده کړې خاوندقشر دى  کسبګراويا پانګه وال دي او دهغوى نشتوالې دظرفيتي  تشې په اوږديدو اغيزه لري نو کولاى شو ووايو چې له هيواد څخه دمهاجرت  او تيښتې  روانه پديده دکاري ځواک او دبشري ظرفيت له پلوه ددغه هيواد دکمزورى  کولو په هدف دى چې کولاى شو هغه دماغزو اوظرفيتونو دتيښتې لپاره  دزمينې برابروونکي  وبولو .
زموږ دخلکو غوښتنه داده چې زموږ  دولتي چارواکي  دې د پخوا په  نسبت خلکو ته دکار ښې زمينې  برابرې کړي چې دمهاجرت او تيښتې پديده په يو بحران بدله نه شي او نور افغانان په نورو هيوادونو، سمندرونو او د ښتوکې لالهانده  نه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته