خبرونهټولنه

پروان کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې

کابل، د غوایی ۲۴ مه، باختر

د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې دي.

د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د شینوارو ولسوالۍ په چناردره سیمه کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۷۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه چې په کې د ۴ زره ۶۰۶ متره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول، د ۲۰ متره مکعب په وړتیا د اوبو ذېرمه، ۲۳ نلکې په کې شاملې دي.

هېره دې نه وي چې د یادې شبکې پرمټ د سیمې ۱۲۸ کورنیو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته