ورزش

د متحدچهاردهي او جوانان آزادي ټيمونه لوبه کوي

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٥ :
په کابل کې  دفوټبال د الف ګروپ سيالۍ نن  دمتحدچهاردهي او جوانان آزادي دټيمونو ترمنځ  لوبې سره دوام مومي .
دکابل  دفوټبال فدراسيون اداري مسوول دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛  چې په کابل کې دفوټبال دالف  ګروپ سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو په ګډون  په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي   او په پرونۍ لوبه کې دمشعل ټيم   ديوې په وړاندې په دوو سره  دشيوا ټيم ته ماتې ورکړه.
دفيضي دڅرګندونوله مخې ؛ تراوسه پورې د حبيبيانا ټيم د٢٩ امتيازونو په لرلو سره په لومړۍ سر کې ځاى لري.
ديوبل خبرله مخې ؛ د سباوون او استقلال ټيمونه لوبه کوي.
په کابل کې دفوټبال  دغوره ليګ سيالۍ نن مازيګر په يوې لوبې سره  دوام مومي.
دفيضي دڅرګندونوله مخې ، دفوټبال دغوره ليک سيالۍ  دديارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او په پرونۍ لوبه کې د اردو او امرخيل  ټيمونو   لوبه  ددوو  دوو ګولونو په وهلو سره برابره پاى ته ورسوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته