سیاستخبرونه

د ملي امنیت سلاکار د قندهار د نوي والي د معرفۍ په غونډه کې ګډون وکړ

 

کابل/ د مرغومي ۱۴مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري نن قندهارته په سفر کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د نوي والي روح الله خانزاده د معرفت او د پخواني والي حیات الله حیات د مخه ښې لپاره جوړه شوې وه.

د ملي امنیت سلاکار په قندهار کې له سیمه ییزو مقاماتو، ولسي استازیو، د ولایتي شورا او د ځوانانو او ښځو د مدني ټولنو له غړیو او نماینده ګانو سره په کتنه کې وویل: دلته د راتګ موخه دا وه چې د جلالتمآب محترم رییس جمهور له هدایت سره سم د قندهار ولس په غوښتنه په محلي اداره او امنیتي سکتور کې بدلون راشي.

ډاکټر محب وویل، د قندهارد امنیتي وضعیت د لا ښه توب او امنیتي او دفاعي سرتېریو په لیکو کې د مثبت تغییر لپاره بشپړ امکانات چمتو دي او حکومت د نوي والي تر شا ولاړ دی.

د ملي امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې له پخواني والي حیات الله حیات څخه مننه وکړه چې په قندهار کې یې خدمت وکړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته