ټولنه

په جوزجان کې دبريښنا رسونې يوه پروژه عملي کېږي

کابل باختر دثور ٣٠مه :
په جوزجان کې  دبريښنا رسونې يوه پروژه عملي کېږي .
دجوزجان ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې ټاکل شوې ده  دغه پروژه دامريکا دمتحده ايالتو له مرستې  څخه دلسو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت عملي شي .
دجوزجان والي لطف الله عزيزي باختراژانس ته وويل چې ددغې پروژې په عملي کيدو سره به دهېواد دشمال څو ولايتونه هم دبريښنا انرژۍ تر پوښښ لاندې ونيول شي .
ده زياته کړه چې ددغې پروژې کار تيرکال پيل شوى دى او همدا اوس دهغې دبريښنايي تجهيزاتو دمونتاژاو درولو پړاونه بشپړ شوي دي او په ډير لنډ ممکن وخت کې به دګټې اخستنې وړ وګرځي .
ويل کېږي چې ددغې پروژې له عملي کيدو سره جوخت د بريښنا دوه سب استيشنونه  چې دهغو دسوند توکي به دشبرغان له ګازو څخه تامين شي هم عملي کېږي او کولاى شي چې دجوزجان ، سرپل او فارياب  په ولايتونوکې دبريښنا انرژى دکمښت ستونزې لرې کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته