امنیت

دهېواد په بېلابېلو سيمو کې اته اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د ليندى شپږمه :
اته اويا تنه ډار اچوونکي دهېواد په بېلابېلو سيمو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي  چې امنيتي اودفاعي ځواکونو دتروريستانو دځالو د دړې وړې کولو لپاره دهېواد په بېلابېلو سيمو کې په تيرو  ٢٤ ساعتو کې اته ګډ پلان شوي  او چاڼيز  او يرغليز عمليات او اووه نوي خاصې کوماندويي دندې ترسره کړې او لس هوايي ګوزارونه يې اجرا کړي دي چې په پايله  کې داتلسو داعشيانو په ګډون اته اويا تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه ويشت تنه نور ټپيان شوي او يوتن بل نيول شوى دى.
دغه عمليات دهوايي پوځ په ملاتړ دکاپيسا ، ننګرهار ، غزني ، قندهار ، روزګان ، فراه ،بلخ ،  فارياب او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته