سیاست

تبصره

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :
په کابل کې دسيمه ئيزو همکاريو دسازمان ريکا  غونډه  داقتصادي همکاريو په باب دخبرو او ددغه شان همکاريو  دلارو پرسر  دپرتو ستونزو او خنډونو  دحل کولو لپاره  يو فرصت دى .
  دباختراژانس مبصر ليکي :  کابل  پرون او نن  د سيمه ئيزو اقتصادي همکاريو دسازمان ( ريکا )  دغونډې  کوربه دى  چې  په هغې کې  دافغانستان دګاونډيو او دشاوخوا هيوادونو  په ګډون  دديرشو  هيوادونو او دڅلويښتو معتبرو نړيوالو سازمانونو استازو  ګډون کړى دى .
لکه څنګه چې  افغاني سرچينې وايي په دې غونډه کې دانرژۍ ، طبيعي منابعو ، سوداګرۍ دخصوصي سکتور دودې او دسيمه ئيزې همغږۍ په برخه کې  دسيمې  دهيوادونو  دهمکارۍ په باب خبرې کيږي .
دريکادسازمان دجوړولومفکوره  په ٢٠٠٥ ميلادي کال پورې اړه پيداکوي  چې دافغانستان دولت هغه وړاندې کړه .او دسيمې دهيوادونو  دتاييد وړ وګرځيده . او افغانستان په خپله  په کابل کې  دريکا دلومړى غونډې کوربه شو او  نوي ډيلۍ  ، اسلام اباد ، انقره او دوشنبه  دريکا  دنورو غونډو  کوربه و . او دافغانستان دولتي چارواکو دريکا دلومړي غونډې په کوربه توب سره  په تيرو لسوکلونوکې  دسيمه ئيزې همکارۍ ، همغږۍ او پيوستون لپاره خپله اراده او هوډ  څرګند کړ . او په دې ترتيب يې ټينګار وکړ  چې اقتصادي همکاري  په سيمه کې  داقتصادي ودې سبب کيږي او اوس هم  دافغانستان دولتي چارواکي دپخوا په شان اقتصادي همکاري په سيمه کې داقتصادي ودې لاره بولي او ټينګار کوي  که چيرې  ټول  دسيمې  دهمکاريو  په ودې  متفق  واوسي اوپه دغې ژمنې ولاړ واوسي  بې وزلي به  له سيمې څخه  خپل ټغر ټول کړي او په دې ترتيب  سياسي  بې باوري  خپل ځاى  اقتصادي ودې او همکاري ته  پريږدي .
سياسي کارپوهان دريکا  اوسني غونډه  داقتصادي همکاريو او دچلنجونو دحل کولو  په باب  دخبرو  لپاره  يو فرصت  بولي  چې  ددغه شان همکاريو دلارې پرسر شتون لري .
  جنوبي اسيا او منځني اسيا  دډيرو زياتو  طبيعي  منابعو ،  دکار دپياوړې ځواک  ،  پراخې جغرافيايي ساحې ،  دپانګونې لپاره  دزيات ځاى  او امکاناتو  او داقتصادي همکاريو  په لرلو سره  بايد  زياته ګټه  او استفاده وشي .
  دانرژي  او کانونو له سرچينو ، ترانزيت دلويو لارو دسړکونو له پيوستون  داوسپنې دپټليو دغزولو او دخصوصي سکتور  له ودې څخه  استفاده  کولى شي  ددغه شان همکاريو ډګر وي .
دافغان مقاماتو دمعلوماتو له مخې ،  دلاجوردو دترانزيت  دلارې  ،  له چاه بهار بندر څخه داستفادې دمسئلې ،  دترکمنستان ، افغانستان او تاجکستان ترمنځ  داوسپنې دپټلۍ دغزولو دپروژې ،  دخليج په هيوادونوکې  دکار او کارګر  دمسئلو او دځينو نورو مسئلو په ګډون مسئلې  دريکا  په غونډه کې طرحه کيږي چې په دې نسبت سيمه ئيز همکاري جلب شي .
  ريکا  يو ناڅاپي  او لنډ مهال سازمان  يا غونډه نه ده دغه سازمان لس کلنه  تجربه لري او خپلې عمومي غونډې له هرو دوو کلونو وروسته جوړوي  دافغانستان او دسيمې خلک  دريکا له روانې غونډې څخه زياتې هيلې  لري  ددغې غونډې نتيجې بايد  له تيرو وختونوڅخه  زياتې وي  او دريکا  په شپږمه غونډه کې  له ګډون څخه بايد دپخوانيو غونډو په نسبت  زياتو نتيجو او پريکړو ته  سترګې په لاره واوسو او په دې لاره کې  بايد کړې ژمنې عملي شي .
هيلې په دې دي  چې دسيمې هيوادونه دې بايد  په پراخ نظر سره  په دې غونډه کې ګډون وکړي او بايد  خپل ستراتيژيکي هدفونه اوسياسي   حالت  ددغه سازمان له کار څخه  ګډ نه کړي . بايد دريکا غونډه  دبې وزلي دټغر  دټولولو په لور مناسبه لاره وبولو او په دې ترتيب  په خپل هيواد او دسيمې په هيوادونوکې  مستضعفو خلکو ته خدمت وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته