فرهنګ

د هېواد د نامتو سندرغاړي استاد ایوب پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ پیغام

کابل/ د زمري ۵مه/ باختر
په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نامتو سندرغاړي استاد ایوب د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
استاد ایوب د ژوند ډېر کلونه د خپل ولس په هنري چوپړ کې تېر کړل، خوږ آواز یې لاره او د ژوند، مینې او سولې سندرې یې وویلې. په سندرو کې د ځانګړي سبک خاوند و او خلکو په ډېره مینه د هغه سندرې اورېدې او ورته ګران و. ” ای عشقه نامراده تا څه په غمو سر کړم” او” لیونۍ مینې کړم آشنا له بیابانه سره ” د استاد ایوب مشهورې سندرې دي چې تر اوسه د هنرموسیقۍ د مینه والو په غوږونو کې انګازې کوي. د هېواد ګڼو هنرمندانو د ده سندرې بیا بیا ویلي دي.
استاد ایوب له اوږدې مودې راهیسې ناجوړه و. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تل د ده احوال پوښت او تر ممکنه بریده یې ورسره مرسته کوله. نن مو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته دنده سپارلې ده چې د استاد ایوب د تکفین او تدفین مراسم په ښه توګه تنظیم کړي او په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
د استاد ایوب مړینه په موسیقۍ هنر کې لویه ضایعه ده. ارواښاد ته د فردوس جنت، د ده کورنۍ، خپلوانو، مینه والو او د هېواد ټولو هنرمندانو ته د صبر او زغم هیله کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته