-زرنج / د وږي١٥ مه / باختر:
د نيمروز پوليسو پنځه کسان نن له زرنج ښار څخه د وژنې په تور ونيول.
د نيمروز د امنيې قومندانۍ مطبوعاتو مسوول ابراهيم اميني باخترآژانس ته وويل:
د دغې قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبانو پنځه کسان د زرنج ښار له مربوطاتو څخه د وژنې په تور ونيول.
اميني زياته کړه دغه کسان د يو سړي له وژنې وروسته له بادغيس څخه نيمروز ته تښتېدلي و.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ