خبرونهاقتصادټولنه

افغانستان ته نړيوالې الوتنې تر دوو ورځو پورې بيا له سره پيلېږي

 کابل/ د وږي١٨مه / باختر

تمه کېږي تر دوو راتلوونکو ورځو پورې  افغانستان ته  نړيوالې الوتنې له سره  پيل شي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د فضايي ادارې زياتره برخې بيا رغول شوي دي او ټاکل شوې ده د مسافرانو لېږد افغانستان ته او برعکس نړۍ ته له سره پيل شي.

امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه  د وتلو په وروستيو ساعتونو کې د کابل  په نړيوال هوايي ډګر کې د افغانستان د فضايي ادارې  کنترول ټول سيسټمونه ويجاړ کړل.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې  يوه خبرځاى  باخترآژانس ته وويل؛ دوى وتوانيدل مخابرتي سيسټم، د الوتکې د کنټرول برج ، او د افغانستان دهوايي ډګر د کنټرول سيسټم فعال کړي او دا چې افغانستتان او نړۍ ته د مسافرو لېږد بېرته پيلولو لپاره  لږ کار پاتې دى.

هغه وويل چې افغانستان ته مسافر وړونکي او سوداګريزې الوتنې او برعکس نړۍ ته احتمال لري  تر شنبې ورځې پورې بيا پيل شي .

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو او د متحده ايالاتو سرتېرو له خوا د هوايي ډګرله ويجاړولو وروسته ، ترکيه او متحده عربي امارات د دغو سيسټمونو د بيا رغونې  او د مسافرنيو او سوداګريزو الوتنو د بيا پيل لپاره هڅې پيل کړي.

| ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته