امنیت

دکورنيو چارو وزارت ديوې ځوانې نجلۍ دځورونې دادعا په باب دڅيړنو نتيجې خپرې کړې

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه :

دکورنيو چارو وزارت په کندز ولايت کې ديوې ځوانې  نجلۍ دپيښې په باب  چې ګنې تيرۍ پرې شوى دى  دتحقيقاتو نتيجې خپرې کړې .

دکورنيو چارو وزارت باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي چې دروان کال  دغبرګولي دمياشتې په شپږمه نيټه  يوې کورني رسنۍ  يوخبر خپور کړ چې ګنې  په کندز ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان يوه ځوانه نجلۍ ځورولې ده .

ددغه خبر  له خپريدو وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزارت دکندز ولايت پوليسو ته لارښوونه وکړه چې دغه پيښه په جدي توګه وڅيړي .

دکندز دپوليسو له خوا دپيښې له څيړنې وروسته  دپيښې څرنګوالي په دې ډول ښودل شوى دى .

دروان کال دثور دمياشتې په ٢٨ نيټه  دمحمدعيسي په نامه دسيمه ييزو پوليسو يو سرتيري  دسيمه ييزو پوليسو ديوبل سرتيري له لور سره له کور څخه تښتي  ، له تيښتې وروسته  دنجلۍ پلار له خپل ورور سره چې دسيمه ييزو پوليسو يو سرتيري دى  ديوې دوديزې غونډې په جوړولو او ددغې سيمې دمشرانو  په پريکړې سره  دعيسي نومې  خور په نکاح کوي . همدااوس دکندزپوليسو دوه تنه چې په دې پيښه کې يې لاس درلود نيولي دي اوترپوښتنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته