نړۍ

پنځه تنه پاکستاني عسکر د مومند ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې ووژل شول

اسلام آباد – دى دان – باختر دکب دمياشتې ١٦
د پاکستان د اردو د عامه اړيکو دفتر نن سهار اعلام وکړ چې د دغه هېواد پنځه تنه عسکر د مومند ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د پوځي مليشو د بريد له امله ووژل شول.
دغه دفتر د يوې وينا په ترڅ کې ويلي دي چې د رپوټونو له مخې، د پاکستان پوځيانو سره په جګړه کې لس تنه بريد کوونکى هم ژل شوى دى.
مومند ايجنسي د ډيورند کرښې اخوا يوه له اووه قبايلي سيموڅخه ده چې د پاکستان تر فدرال واکمن لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته