اقتصاد

دمرکزي بانک رئيس : نوي زرافغانګۍ بانکنوټونه بازار ته وړاندې شول

 کابل باختر دکب دمياشتې ٢٩ :
دافغانستان دمرکزي بانک  رييس نورالله دلاوري  پرون  په يوه خبري  غونډه کې وويل .
د جعلي بانکنوټونو درواجولو دمخنيوي په خاطر  دغه بانک  زر افغانيګۍ نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دمرکزي بانک رييس رسنيو ته وويل : نوي بانکنوټونه  د درغليو او جعلکارۍ دمخنيوي په خاطر شپږ ځانګړتياوې لري .
ده دغه راز  دنوي بانکنوټونو  په نقره يي کرښه کې  بدلونونه ، دافغانستان دمرکزي بانک په نښانونو کې بدلون ،  په بانکنوټونو کې  په ليکل شويو متنونو کې اوپه لاسليکونو کې  بدلونونه  دنوي بانکنوټونو له  اساسي ځانګړتياو  څخه وبلل .
دافغانستان دمرکزي بانک رييس وويل چې په نړۍ کې يوازې دوه شرکتونه دهغو نوارونو  دبرابرولو وړتيا لري  چې ددغو بانکنوټونو پرمخ ليکل شوي دي چې دا به  په خپله  ددغو پيسو  دامنيتي ضريب  دلوړ والي سبب شي .
ده وويل :  دهر بانک نوټ چاپول د افغانستان لپاره پنځه سنټه لګښت اخستې  ده  چې ددغو ټولو بانکنوټونو په چاپولو نږدې سل مليارده افغانۍ لګښت راغلى دى چې په بريتانيا کې چاپ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته