امنیت

دبدخشان په تګاب کې وسله والو طالبانو ته دسردروندزيان اوښتى دى

کابل باختر  دزمري ١١:
په داسې حال کې چې دبدخشان ولايت  په تګاب ولسوالۍ کې  د ډار اچوونې ضد عمليات  دوام لري  پوځيان  وسله والو طالبانو ته  د سر دروند زيان داړولو يادونه کوي .
دپوځيانو په نوي بريد کې تيره شپه  څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دافغانستان په شمال کې دملي اردو  يو قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي او ځمکنيو بريدونوکې  څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي  په دې هوايي بريدونوکې دطالبانو  مرکزونه له وسلو اومهماتو او جګړه مارانو سره يې له منځه وړل شوي دي .
دبدخشان ولايت  دتګاب په ولسوالۍ کې  دطالبانوپرخلاف  پوځي عمليات لس ورځې مخکې پيل شوي دي  او تراوسه پورې دوام لري .
  پوځي مقامات وايي ددغو عملياتوپه بهير کې  تراوسه پورې  څه ناڅه  پنځوس تنه ډار اچوونکي  وژل شوي دي او څوکلي  د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته