ټولنه

مسوولان وایی چې په هرات کې جنایی جرمونه کم شوي دي

کابل/ دمرغومي۳/باختر
دوه تنه په هرات کې دسړي تښتونې په شک ونیول شول .
دغه کسان دملي امنیت دځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې دکرځ ولسوالۍ دبازار په شاوخوا کې ونیول شول .
دهرات دوالي ویاند جیلاني فرهاد باختر آژانس ته وویل چې دغو کسانو په هرات کې دسړي تښتونې په لسګونو پېښو کې رول درلود .د هرات اوسیدونکي دغه راز له جنایتکارو ډلو له هغې جملې سړي تښتوونکوڅخه اندېښنه لري.
سیمه ییز مسوولان وایی  دنویو تدبیرونو په ترسره کولواو له
جنایتکارو باندونوسره  جدي مبارزې، په هرات کې سازمان موندلي جرمونه کم  شوي دي.پای شکریه خروټې

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته