امنیت

درې تنه د انسان تښتونې او وژنې په تور ونيول شول

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ١٠
د کندز د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو درې تنه د يوه سوداګر د تښتونې او وژنې په تور نيولي دي.
د کندز د ملي امنيت رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان څو مياشتې مخکې په دغه ولايت کې د شيرخان داوي په نوم يو سوداګر وتښتاوه او وروسته يې وژلى و چې د دغه رياست د منسوبينو د هلوځلو له امله ونيول شول  او په لومړنيو تحقيقاتوکې په نورو جرمونو يې چې ترسره کړي، هم اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته