امنیت

يوماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو

کابل/ د لیندۍ۲٦مه/ باختر
پوليسو درې تنه پرون په کندز کې د يو ماشوم د تښتولو په تړاو ونيول.
د کندز د پوليسو د مطبوعاتي دفتر يو مسوول باختراژانس ته وويل: انسان تښتوونکو شل ورځې مخکې دغه ماشوم له کندزڅخه تښتولى وچې د امنيتي ځواکونو په هلوځلو سره دغه ماشوم د انسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد او کورنۍ ته يې وسپارل شو.
خبرځاى وويل؛ د دغې پېښې په اړوند درې کسان نيول شوي او قضيه د زياتې څېړنې په خاطر د ملي امنيت د منسوبانو تر څېړنې لاندې ده.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته