اقتصاد

دبلخ مستوفي دځينو اصنافو دماليې دنه ورکولو له امله شکايت لري

پلخمري باختردکب دمياشتې٢١ نيټه :
دماليې وزارت له خوا داسانتياو له برابرولو سره سره  په بغلان کې يوشمير بنسټونه دماليې له ورکولو څخه ډډه  کوي.
دبغلان ولايت مستوفي  عبدالوکيل عظيمي دباخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل  چې په دغو اسانتياو کې دتيرو کلونو په سلو کې دنوي  مالياتي جرمونو معافيت  او ماليې ورکوونکو بنسټونو ته  دلازمو مرستو  برابرول شامل دي .
له بده مرغه  دافغان سمنت کمپنۍ  او دافغان کول  کمپنۍ دخپلې ماليې له ورکړې څخه ډډه کوي   او دخپلو عوايدو ماليات نه ورکوي.
دبغلان ولايت مستوفي وويل چې دافغان سمنت کمپنۍ  په ورځ کې په دايمي ډول   اته ويشت  زره کڅوړې سمنټ توليدوي  چې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې يې  درې ميليونه  پنځه شپيته زره افغانۍ ماليه ورکړې ده.
ده وويل ؛ دماليې  دورکړې په باب دماليې وزارت له ليکلې لارښوونې سره سم دغه کمپنۍ دماليې له ورکولو څخه ډډه کوي.
خو دافغان سمنټ کمپنۍ مالي او اداري مسوول عبدالقيوم قيومي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې  اړوندې کمپنۍ  دروان کال  په وروستيو   دريو مياشتو کې څه ناڅه يو ميليون افغانۍ دماليې وزارت دوارداتو په حساب تحويلې کړې دي.
پاۍ ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته