سیاست

د ډاډګيرنې پیغام

کابل_باختر_ د سلواغې د مياشتې٤مه:
د سعودي عربستان د باچا ملک عبدالله د مړینې په مناسبت د اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د خواخوږۍ پیغام!
په ژورې خواشینۍ سره خبرشوم چې د سعودي عربستان باچا خادم حرمین شریفین ملک عبدالله د تل لپاره له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې دي.
ارواښاد ملک عبدالله بن عبدالعزیز د سعودي عربستان د ثبات او اصلاحاتو په پراخولو او د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. هغه نه یوازې د مسلمانانو د یووالي پلوی و بلکې له مسلمانو هېوادونو سره یې مرسته هم د کار لومړیتوب و.
ارواښاد ملک عبدالله خادم حرمین شریفین د افغانستان یو له سترو ملاتړو څخه و چې تل یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې مرستې کړې. د ده مړینه د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ستره ضایعه ده.
زه د ده د مړینې له امله سخت خفه یم، د خپل ځان او افغان ملت له اړخه د سعودي نوي باچا شاه سلمان بن عبدالعزیز، د سعودي ولیعهد مکرین، د سعودي او ټولې اسلامي نړۍ ملت ته تسلیت وایم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته